راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۲۲ مه) وویل، د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې په مهمند ايجنسۍ کې په يوې نښته کې د فرنټير کور درې سرتيري او پنځه وسله وال ووژل شول.
وسله والو د پولې د هاخوا اړخ نه په پوځيانو هغه وخت ډزې پيل کړې کله چې هغوی په شنکورۍ کلي کې د نوي سرحدي پوست په جوړولو کې بوخت ول.
آی ایس پي آر وویل، ځوابي ډزو پنځه وسله وال ووژل او ډیر یې ټپیان کړل.