نړیوال بينک پاکستان ته د ۸۲۵ ميلیونو امريکايي ډالرو قرضې ورکولو منظوري ورکړه

ای ايف پي

اسلام آباد -- نړیوال بينک د انرجۍ او عامه مالي سکټورنو د ښه کولو لپاره پاکستان ته د ۸۲۵ ميلیونو امريکايي ډالرو (۹۱.۳ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) قرضې ورکولو منظوري ورکړې ده.

نړيوال بينک د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۰ مه) وویل، د دې قرضې د نيمې نه زياته برخه، ۴۲۵ ميليونه امريکايي ډالره ( ۴۷ ميليارده پاکستانۍ روپۍ)، به د ملي ګريډ د عصري کولو لپاره کارول کیږي.

پاتې ۴۰۰ میلیونه امريکايي ډالره (۴۴.۳ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) د عامه مالي مدیریت د ښه کولو او د روغتیا او پوهنې په برابرولو کې د مرستې لپاره مختص کړی شوې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500