چارواکو د بلوچستان د ګورنر د وژلو پلان ناکامه کړو

پاکستان فارورډ

کويټه -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۰ مه) د بلوچستان صوبې په ګورنر محمد خان اچکزۍ باندې د تروريستي بريد هڅه ناکامه کړه.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي په کويټه کې په يو پريس کانفرنس کې وويل، چارواکو دوه شکمن کسان نیولي دي چې د حامد بشیر او منور په نامه پیژندل شوي دي.

هغوی ځان وژونکي جاکټونه، ۱۶ راکټونه، ۸۰ مځکي ماینونه او نورې وسلې د هغوی نه ترلاسه کړې.

هغه وويل، شکمنو کسانو په قلعه عبدالله ډسټرکټ کې د اچکزۍ د وژلو پلان لرلو.

د بګټي له مخې، دوی د لشکر جهنګوي سره تړاو لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500