اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۹ مه) سینيټ ته د ملي امنیت په اړه معلومات ورکړل.
د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال آصف غفور، د بريفنګ نه وروسته وویل: لوړ پوړي پوځي چارواکو "د امنیتي حالاتو په رڼا کې د جیو ستراتیژیکي چاپیریال په اړه خبرې وکړې، سنيټرانو ته يې ملي امنیت ته د ګواښونو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په راتلونکي کې د عمل د پلان په اړه معلومات ورکړل."
هغه وویل چې دا د پوښتنې او ځواب "ډیر روښانه، ډیر صريح، او مهم" بريفنګ و.
غفور وويل: "کله چې موږ يوځاى يو، نو هيڅوک نه شي کولی چې مونږ ته ماتې راکړي."
دا په شپږو کلونو کې لومړی ځل دی چې د پوځ لوړ پوړي مشرانو د پارلمان غړو ته معلومات ورکړل.
فرخ نايک، چې د سينيټ پخوانی چيرمين دی، جيو نيوز ته وويل، چې دا لومړی ځل دی چې داسې تفصیلي معلومات ورکړل شول. سنيټرانو پوښتنې وکړې او د پوځ ستر مشر په تفصيل سره ځوابونه ورکړل."
سینيټر مشاهد حسین وویل: دا په پاکستان کې "د جمهوريت او سول او پوځي تعلقاتو لپاره يوه تاریخي ورځ " ده.