پېښور -- ډان خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۳ مه) راپور ورکړو چې د پیښور هايي کورټ دوه کسيزې بنچ د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان د پخواني وياند احسان الله احسان د خوشي کولو نه منع کړی دی.
دغه بنچ، چې چيف جسټس یحیی آفریدي يې مشري کوي، د چهارشنبې په ورځ چارواکو ته امر وکړو چې د پخواني وسله وال په اړه تحقیقاتو ته دوام ورکړي.
عدالت د فضل خان د درخواست اوریدنه کوي. فضل خان د هغه ماشوم پلار دی کوم چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶ مه په پيښور کې په آرمي پبلک سکول کې په قتل عام کې وژل شوی و. په دغه قتل عام کې د ۱۴۰ نه زيات ماشومان او ښوونکي وژل شوي ول.
تحریک طالبان پاکستان د احسان له لارې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.
خان په خپل درخواست کې وويل، حکومت پلان لري چې احسان ته معافي ورکړي.