احتجاج کوونکي په اسلام آباد کې په يو لاريون کې د فاټا او خیبرپښتونخوا د يو ځای کيدو غوښتنه کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲ مه) راپور ورکړو چې جماعت اسلامي پاکستان پارټۍ له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دې کال د ختميدو نه مخکې د خیبر پښتونخوا صوبې سره د فاټا يو ځای کيدل يقيني کړي.

د فاټا په زرګونو اوسیدونکو او د جماعت اسلامي پارټۍ غړو د دوشنبې په ورځ ( د دسمبر په ۱۱مه) په پيښور کې د باب خیبر نه اسلام آباد ته مارچ شروع کړو چې د فاټا د يوځای کيدو او د برطانيې د دور د سرحدي سيمو جرمونو د مقراراتو د ختمولو په اړه د سست پرمختګ پر ضد احتجاج وکړي. د سرحدي سيمو جرمونو مقررات سلو کالو زوړ قانون دی، چې په فاټا کې عملي دی او په دې کې ډله ایزه سزا او په قانوني حقونو باندې بنديزونه شامل دي. مارچ کوونکي د سه شنبې په ورځ درالخلافې ته راورسيدل.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق خلکو ته په خطاب کې وويل چې د ۳۱ مارچ نه مخکې دې د فاټا يوځای کيدل پای ته ورسوي او که چيرې د دوی مطالبه د دغه وخت نه مخکې منظوره نه کړی شوه نوهغه دهرنې کولو ژمنه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500