اسلام آباد -- ډان خبري اژانس د شنبې په ورځ (د دسمبر په ۹ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان د انفارمیشن ټکنالوژۍ وزارت د عمل ملي پلان لاندې د تروریزم سره د مبارزې د هڅو د برخې په توګه د منع شويو سازمانونو ۹۳۷ يو آر ايلونه او ۱۰ ويب سایټونه بند کړي دي.
حکومت ګامونه پورته کوي چې د ترهګريزو فعالیتونو لپاره د انټرنټ او سوشل ميډيا د کارولو مخه ونيسي. دا شمیرې د عمل ملي پلان د پرمختګ په اړه د کورنیو چارو وزارت په هغه سند کې راښکاره شوې کوم چې ډان خبري اژانس ترلاسه کړی.
دا ارقام په تیرو څو میاشتو کې نسبتاََ نه دي بدل شوي.
د اپریل په میاشت کې ډان خبري اژانس په تحقيقاتو کې وموندل چې په پاکستان کې په ۶۴ منع شويو سازمانونو کې ۴۱ سازمانونه په فيس بوک باندې د ويب پيجونو، ګروپونو او انفرادي پروفايلونو په شکل کې شتون لري.