پینټاګون: پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې تر ټولو زیات سرتیري او وګړي له لاسه ورکړي

پاکستان فارورډ

واشنګټن، ډي سي -- د پینټاګون د دفاع ویاندې، ډينا وايټ د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۷ مه) خبریالانو ته وویل، پاکستان د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له نورو هیوادو څخه ډیر سرتیري او وګړي له لاسه ورکړي دي.

هغې وويل، د متحده ايالاتونو د دفاع وزير جېمز ميټس اسلام آباد ته د وروستي سفر موخه د پاکستان سره د ګډو ګټو لپاره د يو فليټ فارم په ګوته کول و.

وايټ وویل، "دا سفر زموږ د اړیکو د پراخولو او د فرصتونو د موندلو په اړه دی." هغې زیاته کړه، میټس په پاکستان کې د خپل وخت په جریان کې "ګټورې خبرې اترې" وکړې.

هغې وويل: "هيچا د پاکستان نه زيات سرتېري د تروريزم سره په جګړه کې له لاسه نه دي ورکړي." هغې زياته کړه، "پاکستان ترهګرۍ ته په ماتې ورکولو کې دلچسپي لري. دوی په زرګونو سرتیري او په زرګونو بې ګناه کسان له لاسه ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500