د لندن مير لاهور ته راغې چې تجارت او کلتوري اړیکو ته وده ورکړي

پاکستان فارورډ

لاهور -- ډاڼ خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۶ مه) راپور ورکړو چې د لندن مير د نړیوال کمپاین د برخې په توګه په پاکستان کې دی.

صادق خان د چهارشنبې په ورځ د هندوستان نه د واهګه بارډر له لارې لاهور ته راغی. هغه د لندن لومړی مير دی چې په رسمي توګه يې پاکستان ته سفر وکړو.

د هغه دا سفرونه، د لندن اوپن دی، کمپاين يوه برخه ده، چې موخه يې دا ده چې لندن د اروپایي ټولنې د ريفرنډم نه وروسته د سوداګرۍ لپاره متحد او چمتو دی. دا ريفرنډم په عمومي توګه د بریکسټ په نامه يادېږي. هغه به په خپل سفر کې په دې تمرکز کوي چې د نړیوالې سوداګرۍ او سرمايه کارۍ اړیکي ټینګې کړي او همدارنګه کلتوري تبادلې ته وده ورکړي.

خان په لاهور کې د پنجاب د وزير اعلی شهباز شريف سره د پاکستان او لندن ترمینځ د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

خان پرون ډان خبري اژانس ته وويل، "زه خپل سفر يو ډير ښه فرصت ګڼم چې هغه اړيکو ته وده ورکړي کوم چې د هر يو کس د ګټې لپاره — د برطانيې او پاکستانيانو، د لندنيانو او لاهوريانو، د لندن د مشرقي سيمې خلکو او د کراچۍ د خلکو دګټې لپاره — زمونږ ښارونه او هیوادونه له يو بل سره یوځای کوي."

شریف په يو ټويټ کې وويل: "دا د خوشحالۍ خبره ده چې د لندن د میر کوربه توب مو وکړو ... د برطانيې او پاکستان شراکت به د وخت تېرودو سره دوام ولري."

ډان خبري اژانس راپور ورکړو، خان اسلام آباد او کراچۍ ته هم د سفر کولو پلان لري او خواهش لري چې په دغه سفر کې د لندن او د دغو ښارونو ترمينځ اړیکې پیاوړي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500