میرعلي -- ډان خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۵ مه) راپور ورکړو چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د بم په چاودنه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، یو چاوديدونکې وسيلې، چې د موټرسایکل سره تړل شوی وه، یو پوځي ګاډی په نښه کړو. دغه ګاډی په پاکستاني پوځ کې د استخدام لپاره درې ملکي کسان وړل.
درې ګمارل شوي کسان د درې نورو ملکي وګړو په ګډون ووژل شول.