د پاکستان د پوځ مشر او د متحده ایالاتو د دفاع سيکريټری د سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کوي

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر د يو بيان له مخې، د امریکې د دفاع سيکريټري جنرال جیمز میټس او د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه په راولپنډۍ کې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۴ مه) د سیمه ییز امنیت په اړه خبرې وکړې.

ميټس د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۴ مه) د لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې لپاره په راولپنډۍ کې نور خان هوايي اډې ته راورسيدو.

په دغه بيان کې راغلي چې ميټس د باجوه سره په غونډه کې د پاکستان د وسله والو ځواکونو او د ترهګرو په وړاندې د اغیزمن عملیاتو لپاره خپل درناوی څرګند کړو.

هغه د متحده ایالاتو اندیښنې ښکاره کړې چې ځینې وسله وال عناصر اوس هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د اجنډې لپاره د پاکستان خاوره استعمالوي.

ميټس وویل، د هغه موخه دا نه وه چې غوښتنې وکړي بلکې د یوځای کار کولو لپاره ګډ ډګر پیدا کړي.

جنرال باجوه وویل چې پاکستان له خپلې برخې څخه زیات کار کړی خو ملت به د سولې لپاره ژمن پاتې شي.

د آی ايس پي آر د وينا له مخې، متحده ايالاتو او پاکستان موافقه وکړه چې د يو بل د اندېښنو په اړه ځانګړي او دوامداره ګامونه پورته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500