اسلام اباد -- د امریکې د دفاع وزیر جیم میټس به د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۴ مه) په اسلام اباد کې د پاکستان د لوړ پوړو چارواکیو سره لیدنه کوي.
ميټس د متحده ایالتونو سفارت خانې ته د تلو نه مخکې په راولپنډۍ کې نور خان هوايي اډې ته راغې.
تمه کیږي چې ميټس به د پاکستان د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ د ستر مشر قمر جاوید باجوه سره په لنډ مهاله دوره کې خبرې وکړي.
د دفاع د سيکريټري په توګه دا د میټس پاکستان ته لومړی سفر دی. دا سفر د سیمه ییز سفر یوه برخه ده چې په دې کې به هغه مصر، اردن او کويت ته هم ځي.