په بلوچستان کې په يوې چاودنه کې يو ماشوم ووژل شو

پاکستان فارورډ

کويټه -- د بلوچستان د پولیسو چارواکو ډان خبري اژانس ته وویل، په چمن کې د عيسايانو د کالونۍ د نيبرهوډ نه بهر د جمعې په ورځ (د دسمبر په لومړۍ نيټه) د يو لاسي بم په چاودنه کې د اوو کالو يو ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

بچ شوي ژوبل ماشومان په هسپتال کې داخل دي.

سټیشن هاوس افسر ګل محمد وویل، دا چاودنه د يو لاسي بم له کبله وشوه چې د نيبرهوډ دروازې ته نږدې ارتول شوی و.

چارواکي تحقیق کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500