کراچۍ -- ای ايف پي د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸ مه) راپور ورکړو چې پولیسو په کراچۍ کې د یوې جوړې لاشونه موندلي دي. دا باور کيږي چې کورنيو دغه جوړه د هغوی د تښتيدو نه وروسته وژلي وه او ډیر په چټکۍ سره يې دفن کړي وه. پوليس د مجرمانو په لټون کي دي.
چارواکو لږ تر لږه نهه کسان نيولي دي په کومو چې شک کيږي چې د دغه جوړې په وژلو کې ښکيل دي. په دغه شکمن کسانو کې د نارینه وژل شوي کس پلار هم شامل دی، خو چارواکو وويل چې د کورنۍ هغه یو شمېر غړي، چې په دې کيس کې مطلوب دي، تر اوسه پورې پټ دي.
دغه جوړې په کراچۍ کې يو کور په کرايه اخيستې و. د دوی په اړه هغه وخت راپور ورکړی شو کله چې د کور مالک وروسته له هغې دغه کورته داخل شو کله چې دوی درې ورځې ښکاره نه شول. هغه په کور کې هر اړخ ته وینه وموندله.
پولیس وايي چې د کورنۍ غړو وروسته له هغې دغه جوړه ووژله کله چې دوی د هغوی د مرضۍ نه بغير وتښتيدل. د کورنيو په غړو کې د دواړو قربانیانو نارینه خپلوان شامل ول.