په پاکستان کې يو عدالت د حافظ سعید د خوشي کولو امر کوي

ای ايف پي

لاهور -- په پاکستان کې يو عدالت د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۲ مه) د جماعت دعوا د مشر حافظ سعيد د خوشي کولو امر وکړو. په حافظ سعيد تور لګول شوی وو چې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې د بريد د پلان جوړونکو څخه وو. په دغه بريد کې د ۱۶۰ نه زیات خلک وژل شوي ول.

سعید، چې د امریکې سټيټ ډپارټمنټ د هغه په سر ۱۰ ميلیون ډالره (۱ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) مقرر کړې دي، د لږ وخت لپاره په ۲۰۰۸ کال کې په کور کې نظر بند کړی شوی و. د کلونوو راهیسې د بهرنیو فشار وروسته، هغه يو ځل بيا د روان کال په جنورۍ کې ونیول شو.

د جماعت دعوا يو چارواکي وويل، سعيد به د پنجشنبې په ورځ ( د نومبر په ۲۳ مه) د لاهور هايي کورټ د پرېکړې او په حراست کې د يو کال نه کم وخت تيرولو وروسته خوشی شي.

د دغه تنظيم ویاند، احمد نادین، وویل: "د بیاکتنې بورډ چې د دې کيس څيړنه کوي ... په کور کې د هغه د نظربندۍ نه انکار کړی دی ځکه چې حکومت د هغه خلاف هیڅ شواهد وړاندې نه کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500