چارواکي غواړي چې په ۴۸ ګهنټو کې په اسلام اباد کې احتجاج ختم کړي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- جيو نيوز د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۰ مه) راپور ورکړو چې د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په اسلام اباد کې په احتجاج کوونکو غږ وکړو چې په ۴۸ ګهنټو کې په سوله ایز ډول خپله دهرنه پای ته ورسوي.

مظاهرین د قانون او عدلیې وزیر زاهد حمید استعفی غواړي. دوی د ۱۵ ورځو راهيسې په يو فلای اوور، چې اسلام آباد او راولپنډي له يو بل سره منسلک کوي، باندې خيمې لګولي دي.

مظاهره کوونکو، چې د تحریک لبيک يا رسول الله پاکستان او نورو مذهبي ډلو غړي دي، په حامد باندې تور لګولی چې هغه په يو قانون کې ترميم کړې و. د دغه ترميم له کبله د حلف په ځینې الفاظو کې بدلون راغلی و. په حلف کې اميدواران دا اقرار کوي چې محمد رسول آخرنی پیغمبر دی.

حکومت وويل چې دا بدلون په غلطۍ سره رامنځته شوې و او دا د اکتوبر په مياشت کې په چټکۍ سره د يو بل ترميم له لارې بدل کړی شو.

ډيلې پاکستان راپور ورکړو، اقبال خبریالانو ته وویل چې احتجاج کوونکي د ۲۳ نومبر (پنجشنبې) پورې وخت لري.

هغه وروسته له هغې دا خبره وکړه کله چې هغه د شنبې د ورځې (د ۱۸ نومبر) پورې د دهرنې په ختمولو کې د ناکامه کيدو له کبله اسلام آباد هايي کورټ ته حاضر شو. احسن وويل چې حکومت د مرګ ژوبلې د وېرې له امله د ګام پورته کولو نه ډډه کوله.

جيو نيوز د هغه له خولې راپور ورکړو: "زه امید لرم چې موږ به دا مسله په ۲۴-۴۸ ګهنټو کې حل کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500