پاکستاني چارواکو په بلوچستان کې په ګولو سوري پنځه نور لاشونه وموندل

ای ايف پي

کويټه -- اې ايف پي د شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۸ مه) راپور ورکړو، چې د پاکستان په جنوب مغرب کې په هغه ورته سيمه کې د پنځو شکمنو پاکستاني کډوالو لاشونه موندل شوي دي چيرته چې درې ورځې مخکې ۱۵ لاشونه موندل شوي ول.

په ګولو سوري لاشونه د بلوچستان صوبې په کيچ ډسټرکټ کې، د ايران پولې ته نژدې، موندل شوي ول. د صوبايي حکومت وياند، انوار الحق، وويل، دغه پنځه هجرت کوونکي دوه ورځي مخکې وژل شوي ول.

هغه وويل، ټول هجرت کوونکي، د هغه ۱۵ کسانو په ګډون کوم چې په تيره هفته کې وژل شوي ول، پنجابيان ول، چې په ناقانونه توګه يې ايران ته سفر کولو.

د انتظاميې يو سينير چارواکي اکبر هاریفل وویل، داسې ښکاري چې دا وژنې د وسله والو ډلو کار دی.

د انساني قاچاق وړونکي د بلوچستان لاره کاروي چې د پنجاب صوبې کارګران د ایران له لارې یورپي هیوادونو ته قاچاق کړي. ځینې د سختو حالاتو یا د ترهګرو د بریدونو له کبله په لاره کې مړه شي.

پوځ وويل چې ځواکونو د جمعې په ورځ (د نومبر په ۱۷ مه) د هغې سيمې په شمال کې، چې د دې سيمې نه ۲۵ کلوميټره (۱۵ ميله) لري ده، يو بلوچ جنګیالي قوماندان، یونس توکلي، ووژلو چيرته چې د مهاجرینو کارګرانو لاشونه موندل شوي ول.

د پوځ په بيان کې راغلي، "چې ترهګر یونس د نومبر په ۱۵ مه د هغه ۱۵ کسانو په وژلو کې ښکيل و کومو چې د پنجاب صوبې سره تعلق لرلو." هغه زیاته کړه، چې هغه په امنیتي ځواکونو هم بريد کړی و او يو شمير ملکیان یې وژلي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500