کراچۍ -- ډان خبري اژانس د جمعې په ورځ (د نومبر په ۱۷ مه) وویل، د پاکستان امنیتي ځواکونو يو مهم شکمن کس نيولی دی کوم چې د روان کال په لومړیو کې په سيهون کې د لعل شهباز قلندر په مزار باندې په يو وژونکي برید کې ښکيل و.
داعش د فبرورۍ په میاشت کې د دغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی و، چې لږ تر لږه ۸۸ کسان په کې وژل شوي ول..
دغه شکمن، چې د نادر علي په نوم پیژندل شوی دی، د کراچې په منګوپير نيبرهوډ کې د پاکستان رینجرو او د سیند پولیسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې په ګډ عملياتو کې ونیول شو. د نیولو نیټه نه ده ورکړل شوې.
د سي ټي ډي ډپټي انسپکټر جنرل آمیر فاروق، چې د نیولو اعلان يې وکړو، وویل چې چارواکو د علي نه د وسلو او چاوديدونکو توکو یوه زیرمه ترلاسه کړه.
فاروق وویل، د ترهګريزو ډلو په وړاندې د يو شمیر عملياتو نه وروسته، په پاکستان کې د داعش پوزيشن کمزوری شوی دی.