عبدالله په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د شتون تایید کوي

پاکستان فارورډ

واشنګټن -- ډان خبري اژانس د جمعې په ورځ (د نومبر په ۱۷ مه) راپور ورکړو چې د افغانستان چيف ايکزيکيټيو، عبدالله عبدالله، دا تايید کړی چې تحریک طالبان پاکستان د هغه په هیواد کې شتون لري.

عبداالله د چهار شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۵ مه) په واشنګټن کې د امريکا غږ راډيو سره په یوه غونډه کې دا خبرې وکړې. په لومړي ځل د افغانستان يو مشر په ډاګه د دې خبرې تايید وکړو چې تحريک طالبان پاکستان د هغه په هيواد کې شتون لري.

هغه وويل، افغان حکومت د ترهګريز ډلو ملاتړ نه کوي او د ټولو هغه ځواکونو پر ضد دی کوم چې دولتونه او حکومتونه بې ثباته کوي. هغه له پاکستان څخه وغوښتل چې په روښانه توګه دا "حالت" وګوري او تروریزم ته د ماتې ورکولو لپاره د ټولو نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي.

افغانستان په هیڅ ډول هم د ترهګريزو ډلو تر مینځ توپیر نه کوي "که دوی د هر ځای سره تعلق لري او که د دوی موخه هرڅه وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500