د پاکستان د پوځ مشر د متحده ایالاتو د لوړپوړي قومندان سره لیدلي

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۶ مه) د جنرال جوزف ووټل، چې د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر دی، سره ليدنه وکړه او په سیمه کې يې د امنیت د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یو بیان کې وویل، دوی د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې سنبالولو او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان په هڅو باندې خبرې وکړې.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، "د پوځ ستر مشر باجوه وويل چې په افغانستان کې سوله، د بل هر هیواد نه ،د پاکستان لپاره زیاته مهمه ده." باجوه زياته کړه، پاکستان د سولې په لور مرسته کړې او دې ته به دوام ورکړي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، ووټل د پاکستاني پوځ د مرستې او د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان د قربانیو تايد وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500