په کويټه کې د پاکستان د پولیسو افسر او د هغه د کورنۍ غړي ووژل شول

ای ايف پي

کويټه -- پوليسو وويل، د پولیسو یو سينير افسر او د هغه د کورنۍ درې غړي، د هغه د ښځې او زوي په ګډون، د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۵ مه) په کويټه کې، چې د بلوچستان مرکزي ښار دی، د نامعلومو بريد کوونکو لخوا په ډزو ووژل شول.

د پولیسو يو سينير چارواکي، عبدالرزاق چیما، ای ايف پي ته وویل، "نامعلومو برید کوونکو د محمد الياس، چې د پولیسو عارضي سپرنټنډنټ و، موټر په نښه کړو."

چیما وویل، چې دغه افسر، د هغه میرمن، زوی او نمسۍ په دې برید کې ووژل شول.

د سیمه ایزو پولیسو چارواکو د دې پيښې تایید وکړو.

دغه برید، چې د پولیسو په وینا يو هدفي بريد و، یوه هفته وروسته له هغې رامنځته شو کله چې په کويټه کې په يو ځانمرګي بريد کې یو بل سينير افسر ووژل شو.

هیڅ يوې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. وسله والو او بيلتون غوښتونکي ډلو په تیرو وختونو کې په صوبه کې پولیس په نښه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500