عدالت نواز شريف د کرپشن په دريو کيسونو کې تورن کړو

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په اسلام آباد کې د احتساب عدالت د چهار شنبې په ورځ (د نومبر په ۸ مه) نا اهل شوی وزير اعظم، ميا محمد نواز شريف په دريو بیلا بیلو کيسونو کې تورن کړو.

عدالت د نوازشریف دا درخواست رد کړو چې دغه درې کيسونه دې يو ځای کړي. د ملي احتساب عدالت دغه درې کيسونه ثبت کړي ول.

نوازشریف د ټولو "تورونو څخه انکار" کړی دی. عدالت د ۱۵ نومبر پورې کاروايي معطله کړه.

د جولای په وروستیو کې، سپريم کورټ نوازشریف وروسته له هغې د وزيراعظمۍ نه لرې کړو کله چې د پانامه پيپرز په رڼا کې د هغه خلاف د کرپشن تحقیقات پیل شول. هغه د دې میاشتې په لومړیو کې عدالت ته حاضريدل پيل کړل او د اکتوبر په لومړيو کې عدالت ته د اوردينې لپاره د نه حاضريدو له کبله د هغه خلاف د نيولو امر جاري شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500