د تحریک طالبان پاکستان د ځانمرګي برید کونکو پخوانی استاد په شمالي وزیرستان کې تسلیم شو

پاکستان فارورډ

میران شاه -- ريډیو ټي اين اين د نومبر په ۶ مه (د دوشنبې په ورځ) راپور ورکړو چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی کمانډر، چې په شمالي وزیرستان کې یې ځانمرګي بريد کوونکو ته تربيت ورکولو، امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

حکومتي ادارې وويل، مولوی عبدل خالق د خپل زوي مولانا ذکريا او له خپلو يو شمير پلویانو سره تسلیم شو.

خالق په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حفیظ ګل بهادر ګروپ، يو مهم غړی ګڼل کیدو. هغه په میرانشاه کې د ګلشن علم په نوم یوه مدرسه هم چلوله.

د انتظاميې له مخې، خالق، چې ځانمرګي برید کونکو ته يې تربيت او اهداف ورکولو، وروسته له هغې افغانستان ته وتښتيدو کله چې په ۲۰۱۴ کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات پیل کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500