وسله والو په جلال آباد کې د پاکستان د سفارت خانې يو کارکوونکی ووژلو

ای ايف پي او سټاف

اسلام اباد -- چارواکو وويل، نامعلومو وسله والو د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۶ مه) د افغانستان په ننګرهار صوبه کې يو پاکستانی سفارت کار ووژلو.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ای ايف پي ته وویل، دوو برید کونکو، چې په موټرسایکل سپاره ول، په نير اقبال رانا باندې هغه وخت ډزې پيل کړې کله چې هغه په جلال آباد کې په یو دوکان کې وو.

خان وويل: "کله چې هغه روغتون ته ورسيدو، نو مړ وو." هغه زياته کړه چې "هغه نه پوهيږي" چې ولې رانا، د پنځو کسانو پلار، په نښه شو.

رانا په جلال اباد کې، چې د ننګرهار صوبې مرکزي ښار دی او د پاکستان سره پوله لري، د کونسل جنرل اسسټنټ وو.

د ننګرهار د ګورنر ویاند، عطاء الله خوګیاڼي، د دې وژونکي بريد تایید وکړو.

خوګياڼي ای ايف پي ته وويل: "پوليسو د دې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي. تر اوسه پورې هيڅوک هم نه دي نيول شوي."

ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر د دې بريد غندنه وکړه او په افغانستان کې یې د قونسلګرۍ د کارمندانو او کارکوونکو لپاره د ښه امنيت غوښتنه وکړه.

اسلام اباد په پاکستان کې د افغانستان سفارت خانې انچارج راوبللو او په رسمي ډول يې احتجاج ثبت کړو.

په افغانستان کې سفارتکاران، چې عموما سخت امنیت لري، په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي نه باوجود هم ډير کم وژل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500