په پیښور کې د افغانستان ډپټي ګورنر تښتول شوی دی

ای ايف پي

پیښور -- ای ايف پي د يکشنبې په ورځ ( د اکتوبر په ۲۹ مه) د چارواکو له خولې وويل، نامعلومو وسله والو د افغانستان د کونړ صوبې ډپټي ګورنر هغه وخت وتښتولو کله چې هغه په ګاونډي هیواد پاکستان کې وو.

د پاکستان د پولیسو يو سينير چارواکي سجاد خان ای ايف پي ته وویل چې محمد نبي احمدي ډاکټر له د معاینې لپاره د جمعې په ورځ پیښور ته راغلی وو.

هغه وويل، "هغه په ډبګرۍ نيبرهوډ کې وو... کله چې وسله والو کسانو هغه موټر ته په زور وخيژولو او وتښتېدل."

هيڅ يوې ډلې د دې فوري مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500