اسلام آباد -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د پاکستان سينير سیاسي او پوځي چارواکو د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۴ مه) په اسلام آباد کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره د امنيت په اړه خبرې اترې وکړې.
ټیلرسن وویل: "پاکستان په سيمه بيزه توګه په سیمه کې د سولې او امنیت او د اقتصادي اړیکو لپاره زمونږ د موخو لپاره ډير مهم دی."
ټیلرسن دا هم وویل چې پاکستان نه يوازې د ترهګريز سازمانونو په ختمولو کې دلچسپي لري بلکې دا له منځه هم وړي."
هغه دغه بيان د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي، د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو لوړ پوړو چارواکو سره په غونډه کې ورکړو.
عباسي په دې غونډه کې وویل، پاکستان ژمنه لري چې د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي او غواړي چې د متحده ایالاتو سره "ښه اړیکې" ولري.