اسلام اباد -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۴ مه) وویل چې پاکستان په هیواد کې د ترهګرو ٪۹۹ پټنځایونه تباه کړي دي.
اقبال په اسلام آباد کې په يو سیمینار کې خپل بيان ورکړو.
اقبال وویل، پاکستان لا تر اوسه د هغه ننګونو سره مخ دی کوم چې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د افغان جنګ څخه را پورته شوي، چې په دې کې د "کلاشینکوف" کلتور او مخدره توکي شامل دي چې دې هیواد ته راغلي.
هغه وويل، خو بیا هم هیواد د سولې په راوستلو کې پرمختګ کړی دی او له دې امله جي ډي پي او د بجلۍ پيداوار زيات شوې دی.
جيو نيوز راپور ورکړو چې احسن د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن اسلام آباد ته د راتلو نه مخکې دغه بيان ورکړو. تمه کیږي چې ټيلرسن به د پاکستان د لوړ پوړو مشرانو سره لیدنه وکړي او د دوه اړخيزو اړیکو په اړه به خبرې اترې وکړي.