په بلوچستان کې د لاسي بمونو په برید کې ۴۴ کسان ټپیان شول

ای ايف پي

کويټه -- پولیس او د هسپتال چارواکي وايي چې د پاکستان په ناکراره جنوب لویدیځ کې د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۹ مه) د لاسي بمونو په بيلا بيلو بريدونو کې ۴۴ کسان ټپیان شول، چې ځيني کسان په کې سخت ټپيان دي.

چارواکي وايي، په موټر سايکل سپاره برید کوونکو د بلوچستان په مستونګ او ګوادر ډسټرکټونو کې د سړکونو په غاړه لاسي بمونه وغورځول.

هیچا د دې بریدونو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500