د تحریک طالبان پاکستان د اورپکۍ ډلې مشر وژل شوی دی

ای ايف پي

اسلام اباد -- ای ايف پي د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۹ مه) راپور ورکړو چې جماعت الاحرار، چې د تحریک طالبان پاکستان اورپکۍ ډله ده، د متحده ايالاتو په هوايي بريد کې د خپل مشر د مړینې تایید کړې دی.

د جماعت الاحرار وياند اسد منصور ای ايف پي ته د تليفون له لارې وویل، د جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په پکتیا صوبه کې په هوایي برید کې سخت ژوبل شوې وو. هغه د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۸ مه) مړ شو.

هغه زياته کړه: "د خراسانۍ لږ تر لږه نهه نږدې ملګري هم په دې بريد کې وژل شوي ول."

جماعت الاحرار په پاکستان کې د ډیرو وژونکي بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی، چې په دې کې په ۲۰۱۶ کال کې د لاهور په يو پارک کې د ايسټر سنډۍ په ورځ يو ځانمرګی بريد شامل دی، چې ۷۵ کسان په کې وژل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500