د احتساب محکمې نواز شریف او د هغه لور او زوم تورن کړل

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په اسلام اباد کې د احتساب محکمې د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۹ مه) پخوانې وزیر اعظم ميا محمد نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او د هغې میړه، کپتان (ريټايرډ) محمد صفدر، د کرپشن په تحقیقاتو کې تورن کړل.

د ملي احتساب اداره تحقيقات کوي چې آيا نواز شريف او د هغه خپلوان په لندن کې د اپارتمانونو ناقانونه ملکیت لرلو. سپريم کورټ نواز شريف د جولای په مياشت کې د پناما پيپرز د تورونو په تړاو له وزيراعظمۍ څخه لیرې کړې وو.

نواز شریف په انګلستان کې دی. د هغه کورنۍ د دغه جرم څخه انکار کړی.

تمه کیږي چې مقدمه به د اکتوبر په ۲۶ مه پیل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500