تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د پيښور په آرمي پبلک سکول کې د قتل عام د پلان جوړونکي د مرګ تایید کوي

پاکستان فارورډ

پيښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې تحریک طالبان پاکستان د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۸ مه) په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول کې د قتل عام د پلان جوړونکي د مرګ تایید وکړو.

د تحريک طالبان پاکستان وسله والو په دغه سکول باندې په يو برید کې د ۱۴۰ نه زیات ماشومان او ښوونکي وژلې ول. د تحریک طالبان پاکستان کمانډر عمر منصور د دې قتل عام په پلان جوړولو کې تورن وو.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند، محمد خراساني، په يو اي ميل کې خبريالانو ته وویل، چې عثمان منصور حافظ الله به په پيښور او دره آدم خيل کې د منصور په ځای د تحریک طالبان پاکستان قوماندان جوړ کړی شي.

د ډان خبري اژانس لخوا د دې ادعا په خپلواکه توګه تصديق نه دی شوی.

د منصور د مړینې اعلامیه وروسته له هغې جاري کړی شوه کله چې د افغانستان په پکتیا صوبه کې يو هوایی برید د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۷ مه) د تحریک طالبان پاکستان شپږ غړي ووژل.

سرچینې ډان خبري اژانس ته وویل، چې عمر خالد خراساني، چې د تحریک طالبان د اورپکۍ ډلې جماعت الحرار مشر دی، په دغه ورته بريد کې ټپي شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500