کويټه -- د ډان خبري اژانس له مخې، د چهارشنبې د ورځې (د اکتوبر په ۱۸ مه) په سهار په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه اوه کسان، د شپږو پولیسو افسرانو په شمول، ووژل شول. دغه ځانمرګي بريد د پولیسو يو ګاډی په نښه کړې وو.
د ای ايف پي له مخې، چارواکو وويل، دغه برید د بلوچستان په کويټه کې ايليټ پوليس هغه وخت په نښه کړل کله چې دوی د ډيوټۍ لپار روان ول.
د ولايتي کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي وویل، د اور لګيدو نه مخکې، يو موټر د پولیسو ګاډی ووهلو. داسې ښکاريده چې دا يو "ځانمرګی بريد" وو.