په مسقط کې د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې غونډه په افغانستان کې د سولې د پروسې بيا کتنه کوي

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۷ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان، افغانستان، چین او متحده ایالاتو استازي د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۶ مه) د اومان په مسقط کې راغونډ شول چې د څلور اړخيزې همکارۍ ډله بیا فعاله کړي. د دې ډلې موخه دا ده چې په افغانستان کې سوله رامنځته کړي.

سرچينې ډان خبري اژانس ته وويل، دا غونډه "علامتي" وه او موخه يې د څلورو هیوادونو فورم بیا بحالول وو. د د څلور اړخیزې همکارۍ دغه ډله د یو کال نه د ډیرې مودې راهيسې غير فعاله وه.

د غونډې وروسته هیڅ څه رسمي بیان نه دی جاري شوی. طالبانو مخکې ویلي ول چې هغوی به د مسقط په غونډه کې ګډون نه کوي.

د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یو بیان کې وویل چې دا غونډه به د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکو ته وده ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500