ویاند وایې چې په پاکستان پوځ کې هیڅ مذهبي او نسلي تعصب نشته

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- ميجر آصف غفور، چې د پوځ د عامه اړيکو دفتر ډايريکټر جنرل دی، د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۲ مه) وويل، پوځ یوه ملي اداره ده، چې هیڅ مذهبي یا نسلي تعصب نه لري.

غفور په يوې ټلویزیوني مرکه کې د پخواني کيپټن په ځواب کې دا خبرې وکړې. دغه پخواني کيپټن د ملي شورا څخه غواړي چې په پوځ کې د احمدي مسلم اقلیت په ګمارلو باندې بندیز ولګوي.

هغه ډان تلويزيون ته په مرکه کې وویل: "کله چې موږ یونیفورم واغوندو، نو موږ د مذهب، د صوبې او د کلتور په پرته یوازې د پاکستان پوځیان یو."

غفور وويل، د پاکستان پوځ يو ملي پوځ دی ... دا ريښتيا نه دي چې یوازې مسلمانان له پوځ سره یوځای کیدی شي ځکه چې دا مسلمان هیواد دی ... موږ په ویاړ سره وايو چې پوځ یوه اداره ده، چې د ملي یووالي غوره مثال دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500