طالبان په صوابۍ کې د شخړې په یوه پیښه کې د ژورناليست د وژلو ادعا کوي

پاکستان فارورډ

صوابۍ -- بي بي سي اردو راپور ورکړو چې طالبانو د خیبر پښتونخواه په صوابۍ ډسټرکټ کې د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۲ مه) د تلویزون خبریال د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

هارون خان په صوابۍ ښار کې، چې د ضلعې مرکزي ښار دی، د خپل کور مخې ته په ډزو وژل شوی وو.

طالبانو په خان تور لګولی وو چې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارو سره اړیکې لرلې.

خو، د صوابۍ پولیسو د دې پیښې په اړه مختلف بيان ورکړو.

د ډسټرکټ د پوليسو افسر، محمد شعيب ډان نيوز ته د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۱۳ مه) وويل، چې خان د خپلې کورنۍ د غړو سره د ځمکې شخړه لرله.

شعيب وویل، د خان د تره دوه هغه زامن چې په دې شخړه کې ښکیل ول، د مرګ نه وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي. شعيب وویل، چې د دغه دوو ستر شکمن کسانو په اړه تحقيقات روان دي.

په تیرو وختونو کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو د دروغو ادعاګانې کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500