د ملتان محکمه د قندیل د وژلو په کيس کې د يو عالم د نیولو امر کوي

پاکستان فارورډ

ملتان -- جيو نيوز راپور ورکړو چې په ملتان کې يوې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۲ مه) د ټولنیزو رسنیو د سټار قندیل بلوچ د وژلو په سلسله کې د مفتي عبدل قوي د نيولو امر وکړو.

قندیل، چې اصلي نوم يې فوزیه عظيم وو، په ۲۰۱۶ کال کې د جولای په مياشت کې د خپل ورور لخوا وژل شوې وه. هغه اعتراف کړی وو او ویلي یې وو چې هغې د خپلې کورنۍ لپاره شرم رامنځته کړی وو.

د هغې د وژلو نه مخکې، په ټولنیزو رسنیو باندې د ویډیو کلپونه او انځورونه راڅرګند شول چې په هغې کې قندیل او قوي په هوټل کې په شخصي توګه له يوبل سره ملاو شوي ول. خلکو د قوي نيوکه وکړه او هغه له خپلې دندې څخه لرې کړی شو.

مجسټريټ محمد پرویز وروسته له هغې د قوي د نيولو امر وکړو کله چې افسر نور محمد اکبر له محکمې څخه وغوښتل چې د نوموړي د نيولو امر دې وکړي ځکه چې هغه د پولیسو سره د همکارۍ څخه انکار کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500