د ټاکنو کمیسیون د عمران خان د نا قابل ضمانت نیولو امر جاري کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۲ مه) د پاکستان د پارلمان غړي عمران خان د ناقابل ضمانت نیولو حکم د محکمې د سپکاوي کولو له امله صادر کړو.

خان، چې د پاکستان تحریک انصاف مشر دی، په غیرقانوني توګه د بهر نه په پيسو ترلاسه کولو کې تورن دی. هغه د پنځو غړو اي سي پي ته په حاضريدو کې پاتې راغلې.

اي سي پي مخکې د سپتمبر په ۱۴ مه د خان لپاره د قابل ضمانت نیولو حکم صادر کړی وو ځکه چې هغه د محکمې د سپکاوي کولو کيس په سلسله کې محکمې ته حاضر شوی نه وو. د نيولو دغه امرونه وروسته له هغې د اسلام آباد هايي کورټ لخوا معطل شول کله چې تحریک انصاف پاکستان د دې پرضد يو درخواست داخل کړو.

د ډان خبري اژانس له مخې، د نیولو دا نوي امرونه صادر شول ځکه چې خان بیا بیا د اوريدنې لپاره په حاضريدو کې ناکامه شو او نه يې اي سي پي ته په محکمه کې د خپلې غير حاضرۍ په اړه د معذرت ليک واستولو. اي سي پي د خان د نیولو امر وکړو او ويې وويل چې هغه دې د اکتوبر په ۲۶ مه د اوریدنې لپاره حاضر کړی شي.

د پارټۍ د ویاند، نعیم الحق د وینا له مخې، تحریک انصاف پاکستان پلان لري چې دا په اسلام آباد هايي کورټ کې چيلنج کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500