لندن -- سما تلويزيون راپور ورکړو، تمه کيږي چې د لندن مير صادق خان به سږکال د پاکستان او هند څخه ليدنه وکړي چې د دواړو هيوادونو او د بریتانيې مرکزي ښار ترمنځ سوداګریز او کلتوري اړیکو ته وده ورکړي.
خان د سه شنبې په ورځ په هند کې د ممبئی، دهلي او امرتسر او په پاکستان کې د لاهور، اسلام آباد او کراچۍ څخه ليدلو لپاره د شپږ ورځني سفر پلان اعلان کړو.
هغه د لندن حکومت څخه په یو بیان کې وویل: "د هغه يو کس په څیر چې په نیا نیکه یې په هند کې زېږېدلی وي، او مور پلار یې د پاکستان څخه لندن ته راغلې وي، زه د برصغیر سره ډيره زياته مينه لرم."
د دغه بیان له مخې، خان به، د بریتانوي سوداګریزو مشرانو په ملګرتیا د دغه سیمې د سیاستوالو، پانګوالو او د سوداګرانو سره لیدنه وکړي.