يو پاکستاني زده کونکي د پارکینسن ناروغانو لپاره سمارټ امسا جوړه کړه

پاکستان فارورډ

لندن -- جیو نیوز د اکتوبر په ۱۱ مه راپور ورکړو چې يو پاکستاني زده کونکي- سوداګر يوه نوي امسا جوړه کړې ده چې د پارکینسن د ناروغانو ژوند ښه کړي.

دا وسیله په داسې ډول ډیزاین شوې چې کله دا معلومه کړي چې د کارونکي پښې منجمد شوی دي؛ دا بیا رپیدنه شروع کوي او د ناروغه سره په خپل ریدم یا تال بیرته ترلاسه کولو او بیرته تلو کې مرسته وکړي.

نها شاهد چوهدري، ۲۴ کلنه، چې په انګلستان کې د يونيورسټې آف د ويسټ نه فارغه شوې ده، جیو نیوز ته وویل چې هغه وروسته له هغې متاثره شوه او د ګرځيدو دا آله يې جوړه کړه کله چې هغې خپل مرحوم نيکه په دې ناروغۍ کې اخته وليدلو. هغې په ۲۰۱۶ کال کې په سمارټ امسا باندې کار پیل کړی وو.

هغې جیو نیوز ته وویل: "زما نيکه تر خپل مرګ پورې په پارکینسن ناروغۍ کې اخته وو او موږ هيڅ نه شو کولی؛ هغه به بار بار راغورځيدلو، هغه به د ګرځيدو توان نه لرلو او په نتيجه کې به راغورځيدو او خپل ځان به يې زخمي کولو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500