کویټه -- پوليسو وويل، په موټر سایکل سپاره دوو وسله والو د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۹ مه) د شیعه سبزي پلورونکو په ګاډي هغه وخت بريد وکړو کله چې دا د کویټې نه راوتلو. په دې برید کې پنځه کسان ووژل شول.
د کویټې د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرال عبدالرزاق چیما ای ايف پي ته وویل: "سیمه ایز پولیس د شیعه سبزي پلورونکو سره هره ورځ ځي... خو نن یو ګاډی وروسته له هغې د سنايپر د ډزو ښکار شو کله چې د پوليسو نه جدا شو."
هغه وويل، وسله والو د هزارې شيعه اقليتي ټولنې درې غړي او همداراز د ګاډې ډريور او يو لاروي ووژلو.
یو سبزي پلورونکي د يو شمير ډزو له کبله ټپي شو خو ژوندی پاتې شو.
ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو چې د بلوچستان وزير اعلی نواب ثناء الله زهري د فرقه ييز بريد غندنه وکړه او د پوليسو صوبايي مشر ته يې وويل چې د دې پېښې په اړه يو راپور وړاندې کړي.
د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي د قربانیانو او د هغوی د کورنیو سره د خفګان څرګندونه وکړه.
هغه وويل، "زه غواړم چې تاسو ته ډاډ درکړم چې ولايتي حکومت به تر هغه وخته پورې د ترهګرو په وړاندې مبارزه وکړي تر څو چې مونږ خپله سوله ایزه خاوره د دوی نه نه وي پاکه کړي."
هېڅ يوې ډلې د دې بريد ادعا نه ده کړي، خو طالبانو په تیرو وختونو کې شیعه هزاره ګان په نښه کړي دي.