ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۹ مه) قومي اسمبلۍ ته وويل چې د استخباراتي بيورو لېست، چې د هغه پارلماني غړو نومونو په کې شامل دي کوم چې د منع شوي ډلو سره تعلق لري، "جعلي" دی.
د ډان خبري اژانس له مخې، دغه راپورونو ادعا کړې چې د عباسي دفتر له استخباراتي بيورو څخه وغوښتل چې د منع شوي سازمانونو سره د تړاو لرلو کبله د ۳۷ پارلماني غړو، چې زياتره د پاکستان مسلم لیګ نواز سره تړاو لري، تحقیقات وکړي.
عباسي دا خبره رد کړه چې د هغه دفتر د داسې يو ليست غوښتنه کړې، یا دا چې د استخباراتي بيورو داسې راپور چمتو کړی دی.
وزیر اعظم وویل چې استخباراتي بيورو د دې مسلې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.