د همکارۍ څلور اړخيزه ډله د افغانستان لپاره د سولې خبرې اترې بیا پیلوي

پاکستان فارورډ

واشنګټن -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو، تمه کیږي چې د همکارۍ څلور اړخیزه ډله به د اکتوبر په ۱۶ مه د اومان په مسقط کې يوه غونډه وکړي چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د سولې بهیر بیا پیل کړي.

د ډان خبري اژانس له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف تیره اونۍ په واشنګټن ډی سي کې د امریکا غږ ته وويل، پاکستان هڅه کوي چې دا بهیر بیا پیل کړي او يو ستر رول ولوبوي.

افغانستان، متحده ایالتونه، چین او پاکستان د دې ډلې غړي دي، چې اصلي موخه يې د افغانستان او طالبانو ترمنځ خبرې اترې رامنځته کول دي.

دې ګروپ په لومړی ځل په جنورۍ ۲۰۱۶ کال کې غونډه کړې وه او تر اوسه پورې یې پنځه غونډې کړي دي. د دې ګروپ آخرنۍ غونډه د پاکستان په مري کې په می ۲۰۱۶ کال کې ترسره شوي وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500