نرښځيان به په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ کې وړیا زده کړې ترلاسه کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- سما تلویزیون د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۴ مه) راپور ورکړو چې علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ په اسلام اباد کې يو پروګرام پيل کړی دی چې نرښځيانو ته وړیا زده کړې ورکړي.

د سما تلويزيون له مخې، د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ وايس چانسلر شاهد صديقي وويل، "موږ هیله من یو چې د دې پروګرام له لارې هغوی ته له اوږدې مودې راهيسې له لاسه ورکړی شوی خپل درناوی او وقار بیرته ورکړو او هغوی د ټولنې مسؤل وګړي جوړ کړو." هغه زياته کړه، "موږ د ټولنې نه مثبت غبرګون ترلاسه کړی دی او له مخکې نه مو د پروګرام لپاره غوښتنلیکونه ترلاسه کول پيل کړي دي."

علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د دې پروګرام په اړه نور مالومات نه دي ورکړي.

دغه يونيورسټي معذورانو، ړانده کسانو او د جيل بنديانو ته د لسم کلاس نه تر پي ايچ ډۍ پورې وړیا زده کړې ورکوي. دا يونيورسټي په ټول هيواد کې ۴۴ کيمپسونه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500