اسلام آباد -- ډان خبري اژانس د اکتوبر په ۴ مه راپور ورکړو چې د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳ مه) په راولپنډۍ کې د کور کمانډرانو د يو ځانګړي کانفرنس مشري وکړه.
د راپورونو له مخې، کمانډرانو، چې د اوو ګهنټو لپاره یې غونډه وکړه، د هيواد د امنیتي ننګونو او د پوځ د تيارۍ بيا کتنه وکړه.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو، کيدې شي چې باجوه افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه خبرې کړي وي، چېرته چې هغه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سره خبرې اترې وکړې.