اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې (پاکستان مسلم لیګ نواز) د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳ مه) نا اهل شوی وزيراعظم، میا محمد نواز شریف د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د پارټۍ صدر بيا وټاکلو.
هيڅ يو کس د نواز شريف مخالفت ونه کړو. سپريم کورټ د جولای په میاشت کې هغه د پاناما پيپرز د څرګندونو په سلسله کې د وزيراعظمۍ نه لرې کړی وو.