اسلام اباد -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د ملي ډیټابیس او رجسټريشن ادارې د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳ مه) په خیبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو رجسټريشن بیا پیل کړو.
نادرا په عارضي ډول د عاشورا له کبله دغه پروسه معطل کړی وه.
په تیره میاشت کې، نادرا په ټول هیواد کې نږدې ۱۰۰،۰۰۰ افغان کډوال ثبت کړي وو، چې په دې کې یوازې په خيبر پښتونخوا کې نږدې ۸۰،۰۰۰ کډوال شامل ول.
د دې ادارې موخه دا ده چې په ۲۰۱۷ کال کې يو میلیونه افغانان رجسټر کړي.