اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې ميا محمد نواز شريف، نا اهل شوی وزيراعظم، د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲ مه) د ملي احتساب عدالت ته د کرپشن د هغه مقدمو په سلسله کې حاضر شو کوم چې نيب د هغه او د هغه د کورنۍ پر وړاندې جوړ کړي دي.
تمه کیږي چې د شریف کورنۍ ټول تورن غړي به د اکتوبر په ۹ مه د رسمي اوريدنې لپاره نيب ته حاضر شي.
سپريم کورټ د جولای په میاشت کې نوازشریف د پاناما پيپرز د څرګندونو په سلسله کې د وزيراعظمۍ نه لرې کړو.