په کراچۍ کې د داعش او القاعدې ۵ غړي ووژل شول او يو شکمن کس ونیول شو

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- جیو نیوز راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې د داعش او القاعدې پنځه ترهګر ووژل او یو شکمن ترهګر يې ونیولو.

راؤ انوار، چې په ملير کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ دی، وويل، ترهګرو د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۸ مه) په پوليسو باندې هغه وخت برید وکړو کله چې دوی په سچل سيمه کې يوه چاپه ترسره کوله. له دې امله پوليسو په هغوی ډزې وکړې او هغوی يې ووژل. وژل شويو ترهګرو د محرم په غونډو کې د بمي چاودنو پلان لرلو.

جیو نیوز زياته کړه، فدرالي تحقیقاتي ادارې په ورته ورځ د داعش يو تورن کارکونکی ونیولو. داسې شک کيږي چې دغه تورن کس د سوشل ميډيا ۵۰ پيجونه چلول چې د داعش لپاره کسان استخدام کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500