په بلوچستان کې يو شکمن ځانمرګی برید کونکی ووژل شو

پاکستان فارورډ

کویټه -- رسنيو د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۵ مه) راپور ورکړو چې فرنټير کور په بلوچستان صوبه کې څلور وسله وال، د يو شکمن ځانمرګي بريد کونکي په ګډون، ووژل او ۲۴ شکمن کسان يې ونیول.

د آی ايس پي آر په وینا، څلور وژل شوي وسله وال، چې د بلوچستان جمهوري پوځ او متحده بلوچ پوځ سره يې تړاو لرلو، په ټوله صوبه کې په مختلفو عملیاتو کې ووژل شول.

آی ايس پي آر وويل، په ۲۴ نيول شوي شکمنو کسانو کې يو شکمن حانمرګی بريد کونکی هم شامل دی چې د لشکر جهنګوي العالمي ډلې سره تړاو لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500