د ډان خبري اژانس له مخې، د پاکستان د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۰ مه) د څلورو ترهګرو د اعدامولو امر لاسلیک کړو.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، دغه ټول څلور کسان د پوځي محکمو لخوا په اعدام محکوم شوي ول.
طاهر علی، افتاب الدین، عمراخان او شبیر احمد د ۲۱ قانون پلي کوونکو او پوځي پرسونلو په وژلو کې ښکیل وو.